د پاکستان خارجه وزارت ویاندې زهرا بلوچ تېره ورځ یو خبري کنفرانس ته ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې کوټلي ګامونه واخلي او د ټي ټي پي مشران پاکستان ته وسپاري.
د طالبانو حکومت تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې په پاکستان کې وروستی برید د افغانستان له خاورې سلګونه کیلو متره لرې شوی او دوی پورې هیڅ اړه نه لري.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته ویلي وو، چې پاکستان باید خپل امنیت خپله ونیسي او هر څه په افغانستان پورې ونه تپي.
باید یاده شي چې درې ورځې وړاندې د پښتونخوا دېره اسماعیل خان اړوند درابن سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګی برید وشو، چې له کبله یې له پنځوسو ډېرو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته. د یاد برید مسوولیت تحریک جهاد پاکستان ډلې منلی وو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29006